شنونکي وايي، د افغانستان سولې په اړه امریکا کې د نظر اختلاف د اندیښني وړ موضوع ده، چې باید له پامه ونه غورځول شي.
د متحده ایالاتو یو شمېر رسنیو خپلو راپورونو کې لیکلي، د افغانستان سولې په اړه د امریکايي سیاستوالو او نظامیانو تر منځ ژور اختلافات شته، چې د سولې بهیر لپاره په زیان تمامیدای شي.
د یادو راپورونو پر بنسټ، امریکايي سیاستوال هڅه کوي، د افغانستان کشالې ته یوه سرسري حل لاره وګوري؛ خو د یاد هېواد نظامیان د خپلو ځواکونو بې مسوولیته خروج نه مني او نه غواړي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ او ترهګرو د ځالې په توګه بدل شي.
شنونکي وايي، امریکایان باید له افغانستان څخه بې مسوولیته خروج ونه کړي، چې بدې پایلي به ولري.
د دوی په وینا، د بین الافغاني مذاکراتو د پيل مراسمو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ګډون، په ورته مهال د سرتیرو د ایستلو ځنډ په اړه د یاد هېواد د دفاع وزیر څرګندونې او پر سبا یې کابل ته د امریکا د مرکزي قومندانۍ قوماندان جنرال جان مکنزی سفر او د سرتیرو د فعالیتونو ارزول ضد و نقیض کارونه دي.
شنونکي وايي، امریکایان باید د افغانستان دولت سره شته تړونونو ته، چې امنیتي او سټراتژیک تړونونه دي ژمن پاتي شي او د خپلو ګټو لپاره دې د افغانانو د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو او قربانیو ته په کمه سترګه ونه ګوري.
د دوی په نظر، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یو شمېر نور سیاستوال غواړي، چې د افغانستان د سولې موضوع د خپل هېواد له ټاکنو سره وتړي او ترې په ټاکنیزو منډو ترړو کې ګټه واخلي؛ چې دا چاره به په راتلونکي کې افغانستان، متحده ایالاتو، نړېوالو او د سیمې هېوادونو ته په ضرر تمام شي.
د یادونې ده، چې پرون د امریکا د پوځ لوی درستیز هم د خپلو سیاستوالو د نظر خلاف د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، هېواد یې نه غواړي له افغانستان څخه خپل پوځیان په بې مسوولیته توګه وباسي.